انصار (د زمری ۱۵ مه)، یوې امریکایي ادارې سیګار په خپل نوي راپور کې لیکلي چې نړۍوالې ټولنې په کابو تېرو درې کلونو کې له افغانستان سره د اوو مېلیارد ډالرو مرسته کړې ده.
د سیګار په دغه راپور کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړې استازې له قوله لیکلي چې د دغو مرستو له ډلې ۲٫۹ مېلیارد ډالره یې امریکا متحدو ایالتونو کړي چې بشري او پرمختیايي مرستو کې شاملېږي.
په راپور کې راغلي:«ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال زېږدیز کال کې د بشري فعالیتونو د مالي لګښت لپاره د درې مېلیارد ډالرو مرستې غوښتنه وکړه. امریکا تر ټولو لویه بسپنه ورکوونکې ده چې، سږکال یې نږدې ۲۳۲مېلیون ډالره مرسته کړې ده.»
طالبانو د دغې مرستې په اړه په مشخص ډول ځه نه دی ویلي، خو د اقتصاد وزارت لپاره یې مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري ویلي چې دوی د نړیوالې ټولنې مرستې مهمې ګڼي او تمه لري چې پر زېربنانیي برخو هم پانګونې وشي.
د طالبانو یو شمېر منتقدان بیا ادعا کوي، چې د بشري مرستو په نوم امریکا او متحدین یې د طالبانو رژیم د مالي لاسنیوي لپاره افغانستان ته پیسې استوي، خو طالبان او امریکا دا خبره ردوي او وایي له دغو مرستو طالبان نه برخمن کیږي او دا بشري چارو ته ځانګړي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/32831